اسلام آباد 02 دسمبر(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي سعودي عرب د پاكستان پخوانے ملګرے دے چا چې په هر سخت وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړې٬سعودي عرب سره ګڼ شمېر څانګو كښې همكاري روانه ده ٬پاكستان خپل ورور هېواد سعودي عرب سره مرستې ته لا پراختيا وركول غواړي۔د ګل په وځ د وزيراعظم ميډيا ون?? لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه بېلو څانګو كښې د مرستې او سرمايه كارۍ پېشرفت په اړه د جاج اغستو غونډه ??شوه۔وزيراعظم د دواړو هېوادونو ترمينځه د روانو بېلو پروژو په پ??شرفت د اطمينان څرګندونه وكړه۔وزيراعظم ووئيل سعودي عرب د پاكستان پخوانے ملګرے دے چا چې په هر سخت وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړې٬سعودي عرب سره ګڼ شمېر څانګو كښې همكاري روانه ده٬پاكستان خپل ورور هېواد سعودي عرب سره مرستې ته لا پراختيا وركولو غواړي۔ دغسې وزيراعظم ته په نومبر كښې د پاكستان سعودي عرب جوائنټ ټاسك فورس دوهمې غونډه ??ښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د بېلو څانګو مرستې په پ??شرفت بريفنګ وركړے شو چې له مخې يې په لږه موده كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د سرمايه كارۍ 34 مفاهمتي يادښتونه لاس ليك شو?? كومو كښې چې 7 لوظ نامو ته شكل وركړے شوے او د كوم ماليت چې 560 ملين ډالر دے۔په غونډه ??ښې نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار٬د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چيمه٬د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزېب٬د پېټروليم وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك٬د خاص سرمايه كارۍ آسانيو كونسل قوم?? كوآرډينېټر لېفټيننټ جنرل سرفراز احمد او اعلٰی سركاري افسرانو ګډون وكړو۔
Nguồn bài viết : TK giải đặc biệt