اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په پاکستان كښې د فلسطين زده كوٶنكو ته هر ډول ممكنه اسانيو وركولو لپاره د عزم څرګندونې سره وئيلي دي په سرك??ري خرڅ به د فلسطين نورو زده كوونكو ته ويړيا تعليم وركولې شي، نړيواله ورورولي په غزه كښې د فلسطيني??نو د نسل کشۍ په مخ نيوي او جنګ بندۍ كښې پاتې راغلې ٬ د پاکستان اولس په سخت وخت كښې د فلسطين خپلو وروڼو خوئېندو سره ولاړ دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د پاکستان په ميډيکل پوهنتونونو او کالجونو كښې د فلسطين زده كوٶنكو ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د غزه زيركو زده كوٶنكو ته وېنا زما لپاره د اعزاز خبره ده٬ پاكستان د ستاسو دوېم كو?? دے، د زړه د اخلاصه د ستاسو هركلے كوٶ، ستاسو د ستونزو نه د پاکستان پشمول ګرده نړۍ خبره ده او په دغو كښې هره ورځ شدت راځي٬ د مقبوضه اسرائيلي ځواكونو لخوا ??اوړه ظلمونه ج??ري دي چې پكښې تر اوسه د 43 زره نه زيات فلسطينيان شهيدان شوي دي٬ د زره ګونو په شمېر ماشومان د مېندو په غېږو كښې شهيدان كړي شوي٬ يو شمېر ښارونه ړنګ كړې شوي۔ ده ووئيل نړيواله ورورولۍ تر اوسه يوازې قراردادونه٬ وېناګانې او لوظونه كوي، د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل او د انصاف نړيوال عدالت پشمول يو نړيوال فورم جنګ بندۍ لپاره هېڅ نه دي كړي٬ د نړۍ په تاريخ كښې د دې نه وړاندې دومره تباهي نه ده شوې۔ ده ووئيل تاسو زمونږ وروڼه خوئېندې يې٬ زمونږ كو??ونه٬ استاذان هر څه ستاسو لپاره دي، مونږ به په پاكستان كښې ستاسو لپاره هر ھغه څه كوٶ د كومو چې تاسو ته ضرورت دے۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې په فلسطين كښې د اسرائيلي ځواكونو لخوا د فلسطيني??نو د نسل كشۍ په اړه د بېلا بېلو هېوادونو صدور او وزراء اعظم??نو تقريرونه كړي خو د دغې نه وروستو هم په غزه كښې وين?? بهېږي، په سکولونو او روغتونونو بمبارۍ كېږي٬ ما په عمومي اسمبلۍ كښې د خپلې وېنا په مهال د ختيز تېمور او د سوډان معاملې حل او د فلسطين شخړې پحقله د نړيوالې ورورولۍ په وراندې موازنه وړاندې كړې وه٬ ده ووئېل كله چې طاقتور هېوادونه غواړي نو مسئله حل شي چې كله ھغوي نه غواړي نو مسئله نظر انداز كړې شي۔ ده ووئيل د فلسطيني??نو اميدونه ګړدې نړۍ لپاره متاثره كوونكې دي، د هرې كو??نۍ څخه خلق شهيدان شوي ٬ ډېر د افسوس وړ صورتحال دے ٬ د غزه او فلسطين د اولس ژوند بچ كولو لپار?? به اقدامات كول وي۔ ده ووئېل د غزه آٶټ ريچ پروګرام فار ايجوکيشن لپاره شتمندو مرسته كړې ۔ ده ووئيل 145 فلسطيني زده كوونكي پاكستان ته رارسېدلې دي٬ د نورو زده كوونكو به په بېلا بېلو ښاريو كښې تعليم لپاره مونږ د دوي كو??بتوب كوو ٬ دا زمونږ ذمه و??ري ده۔ ده ووئيل پاکستان كښې به په سرك??ري خرڅ د فلسطين نورو زده كوونكو ته ويړيا تعليم وركولې شي٬ د صحت او خارجه وزارتونو له په دې حواله سمدستي او د كوټلې کوآرډينيشن د لارې اقدامات كول پكار دي٬ په دې كښې كوم تاخير پكار نه دے۔ ده ووئيل د فلسطيني??نو خپل خپلوان شهيدان شوي٬ پاكستانيان ستاسو وروڼه خوئېندې دي څوك چې به د خپلې كو??نۍ غوندې ستاسو پالنه كوي۔ په دې موقع د فلسطينۍ ډاکټر لامه او ډاکټر مسرت په پاکستان كښې د ميډيكل تعليم د زده كوٶنكو نمائندګي كولو سره دستورې ته خپلې وېنا كښې ووئيل مونږ غزه سره تعلق لرو٬ د خپلو??نو د اسرائيلي ځواكونو لخوا شهيدان ليدل آسان نه دي، د الخدمت فاٶنډيشن پشمول د نورو ادارو لخواد پاكستان په تعليمي مرسته د ستاسو مننه كوٶ، دوي ووئېل د پاکستان پ?? بهترين طبي تعليمي ادارو كښې د زده كړې په سهولت ستاسو مننه كوو٬دوي ووئېل هيله لرو چې د ميډيكل تعليم خواهشمند نورو فلسطيني زده كوونكو ت?? به هم دلته د تعليم ترلاسه كولو موقع ترلاسه شي٬ د فلسطيني??نو په مرسته د پاكستان مننه كوٶ۔په دې موقع د قومي صحت لپاره د وزيراعظم كو??رډينيټر ډاكټر مختار احمد بهرته او د اېچ اي سي چيئرمېن ډاكټر مختار احمد هم وينا وكړه۔
Nguồn bài viết : Bắt sòng bạc mới nhất