اسلام آب??د 31 اكتوبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اياز صادق هندو ورورولۍ له په ديوالي تهوار مباركي وركولو سره وئېلي دي په پاكستان كښې مېشته ټولو وګړو ته يو ډول حقونه ??رلاسه دي٬د يو بل په غم او خوشحالو كښې ګډون د مذهبونو ترمينځه همغږۍ او ورورورلۍ ته ودې وركولو له ضروري دي۔د زيارت په ورځ په خپل پېغام كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر د ديوالي په تهوار د هندو ورورولۍ لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ده ووئيل ديوالي د رڼا ګانو تهوار دے او دا د ټولو لپاره د امن او خوشحالۍ پېغام دے۔د هېواد تعمير او پرمختګ لپاره د اقليتي ورورولۍ كردار د ستائنې وړ دے۔ده ووئيل د پاكستان آئين د اقليتونو د حقونو تحفظ له ضمانت وركوي٬پارليمان عمر له د اقليتونو ښېګړی او د حقونو تحفظ له اقداما?? كړي۔په پاكستان كښې ټولو وګړو ته د كوم امتياز نه ??ېر د خپلو عقيدو او رسمونو ??ه مخې د ژوند كولو حق ترلاسه دے۔ده ووئيل د هېواد پرمختګ او څوكالۍ له به ټولو له يو كېدل وي
Nguồn bài viết : NE Điện Tử